امنیت

دوه ولسي پاڅون کوونکي په بدخشان کې ووژل شول

کابل /د مرغومي ٢٤مه /باختر
دوه وګړني پاڅون کوونکي د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې په يوه جګړه کې ووژل شول.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند ثنا الله روحاني باختراژانس ته وويل چې دوه تنه ولسي پاڅون کوونکي د دغه ولايت د ارګو ولسوالۍ په دوغلت کلي کې د بدخشان د ولايتي شورا د پخواني وکيل مصور او د ولسي پاڅون کوونکو د ځواکونو د قوماندان حاجي حزب الله د افرادو ترمنځ په جګړه کې ووژل شول.
هغه د دغې جګړې علت شخصي اختلافات وبلل .
د يوبل خبرله مخې ؛ د بدخشان پوليسو دوه سوه کيلوګرامه امونيم نايتريت او يوه اندازه وسلې اومهمات چې د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو څخه راټول کړي و، د داياک پروګرام ته وسپارل .
ختم _ج – ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا