خبرونهامنیت

دوه ځانمرګي یرغلګر په هرات کې ووژل شول

۳۰- کابل / د ليندۍ ٩ مه / باختر
په هرات کې دوه ځانمرګي یرغلګر د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شول.
پر دغو یرغلګرو د پوځيانو پر پوستې د برید په وخت کې په ګذرې ولسوالۍ کې ډزې وشوې.
د هېواد په خیتځ کې د ظفر قول اردو یوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وویل چې یرغلګرو هدف ته له رسېدو مخکې د پوځيانو په ډزو کې ووژل شول.
هغه یرغلګر په طالبانو ډلې پورې اړوند وبلل او ويې ویل چې طالبانو غوښتل پوځيانو ته خونړۍ پېښې رامنځته کړي، خو بریالي نه شول.
وسهل والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا