خبرونهامنیت

دوه څلويښت زره کیلوګرامه چرس په ننګرهارکې وسوځول شول

کابل / د مرغومي ۲۲ / باختر
له نشه يي توکوسره د مبارزې پولیسو نن په ننګرهارکې په ګډوعملیاتوکې ۴۲ زره کیلوګرامه چرس کشف او وسوځول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د باخترآژانس خبریال ته وویل: د ننګرهار د خوږیاڼیوولسوالۍ په پیراخیلوکلي کې د پولیسو د ځانګړو قطعاتواو د هوايي ځواکونوپه ګډون له نشه يي توکوسره د مبارزې د پولیسو په عملیاتو کې د نشه يي توکودوه سترې زیرمې چې ۴۲ زره کیلوګرامه چرس پکې ساتل کېدل کشف او په سیمه کې وسوځول شول.
په دغو عملیاتوکې د چرسو د سترو زیرمو په له منځه وړولو سربیره د نشه يي توکو د پرس کولو ۸ دستګاوې هم ترلاسه شوې دي.
د دغو زیرموپه اړوند څوک نه دي نیول شوي.
دغه راز د دغوځواکونوپه بل عملیات کې چې د ننګرهارد خوږیاڼیوولسوالۍ د استوګنې په یوه کور ترسره شول ۲۴۸ کیلوګرامه چرس او یو کلاشینکوف کشف او ترلاسه شوي دي.
د دې پېښې په اړوند یوتن نیول شوی دی. پای-ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا