خبرونهامنیت

دوه کسان په پروان کې د نشه يي توکو د قاچاقو په شک ونيول شول

٤٠- کابل/ د مرغومي٢٤مه / باختر
دوه کسان نن د پروان په مرکز کې د نشه يي توکو د قاچاقو په شک ونيول شول.
د پروان د امنيې قوماندانۍ وياند سليم نوري باختراژانس ته وويل: دغه کسان د پروان مرکز په ده قاضي کلي کې د پوځيانو په عملياتو کې ونيول شول.
هغه وويل؛ له دغو کسانو څخه يوه اندازه نشه يي توکي او جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
د يو بل خبرله مخې، دوه کسان د پروان مرکز په صوفيانو کلي کې د يو موټرد غلا په اړوند ونيول شول.
د پروان د امنيې قوماندانۍ وياند وويل غلا شوى موټر اصلي خاوند ته يې سپارل شوى او تورن تر پوښتنې لاندې دى.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا