خبرونهامنیت

ديارلس تنه د جنايي جرمونو په اړوند ونيول شول

٣٢- کابل / د ليندۍ ١٨مه /باختر
پوليسو نن په کابل کې په څو اوپراتيفي عملياتوکې ديارلس تنه د جنايي جرمونو په تور ونيول.
د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز د باختراژانس خبريال ته وويل پوليسو دغه کسان د موټرو غلا، دغير قانوني وسلو د لېږدولو، اخلاقي جرمونو، د کورغلا او د جعل او تذوير په اړوند د کابل ښار د لومړى ، څلورمې، شپږمې ، نهمې ، اوولسمې او اتلسمې ناحيو کې وپېژندل او نيولي دي .
ختم_شکريه_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا