خبرونهامنیت

ديارلس تنه په تخار کې د جنايي جرمونو په تور ونيول شول

٢٣- کابل / ليندۍ ٢٢مه / باختر
د تخارپوليسو په څو جلا جلا عملياتو کې ديارلس تنه په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو په تورونيول.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه کسان د وسله والوغلاو، د غير قانوني وسلو د ساتنې اولېږدونې، د نشه يي توکو د پلورنې، درغلي په اړوند د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو څخه ونيول شول.
هغه زياته کړه له نيول شويو کسانو څخه هيرويين ، اپين ، چرس ، شيشه او وسلې ترلاسه شوي دي.
په وروستيو وختو کې په تخارکې جنايي جرمونه زيات شوي دي چې د دغه ولايت د خلکو د اندېښنې سبب شوي دي .
ختم- زحل – فرشته

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا