ټولنه
ديکشنبي په ورځ واوره ا وباران اوري

اټکل کېږي چې ديکشنبې په ورځ دکابل په ګډون دهيواد په ځينو سيمو کې واوره او باران و اوري .
دهواپوهنې دانترنتي منابعو له خولې دباختر داطلاعاتي اژانس دخبرله مخې :
ديکشنبې په ورځ دهيواد په زياتو سيمو په تيره بيا په شمالي اومرکزي ولايتونو او کابل کې به واوره او باران و اوري .
تيره اوونۍ هم دکابل په ګډون دهيواد په زياترو ولايتونو کې زياته واوره وشوه چې دخلکو اوپه تيره بيا دبزګرانو دخوښي سبب شوه او دهوا د دوړي او لړۍ يې له منځه يوړلي ، خوله بله پلوه دلارو دبنديدو اودواورې دښوئيدنې سبب شوې چې په بدخشان اودهيواد په نورو سيمو کې دديرشو تنو دمړينې سبب شول.