سیاست

دپاکستان دبهرنيو چارو وزيره له افغان مشرانو سره دخبرو په خاطر افغانستان ته راځې .

اسلام اباد  باختر  دسلواغي پنځمه

  دپاکستان صدراعظم يوسف رضاګيلاني  ددغه هيواد دبهرنيو چارو وزيره له افغان مقاماتو سره دکتنې په خاطر افغانستان ته استوي .

   دپاکستان يوجګپوړي مقام درويترز  خبري اژانس ته ويلي دي چې حنا رباني به دافغانستان ، پاکستان او امريکا ترمنځ راتلونکي درې اړخيزي  غونډې ته لاره اواره کړې .

 دپاکستان صدراعظم پرون ددغه هيواد دپوځي  او استخباراتي مامورينو په يوه غونډه کې دافغانستان په باب دخبرو  په ترڅ کې افغانستان ته يې  دميرمن حنا رباني سفر طرحه کړ .

 دامريکا او پاکستان ترمنځ اړيکي دپاکستاني  ځواکونو دپلټني په  يوې پوستي دناتو تړون له هوايي بريد وروسته چې  ٢٤ تنه پاکستاني  عسکر پکي ووژل شول  ترينګلي شوي  دي او اسلام اباد دناتو د اکمالاتي  کاروانونو پرمخ مواصلاتي لاري وتړلي او دغه راز په بلوچستان  ايالت کې يي د شمسي هوايې اډه هم دامريکائيانو پرمخ وتړله .

 له دغي  پيښې مخکې ددواړو هيوادونو ترمنځ اړيکي په پاکستان کې داسامه بن لادن دوژل کيدو له امله ترينګلي شوي وي .

 تراوسه پوري معلومه نه ه چې دپاکستان دبهرنيو چرو وزيره څه وخت افغانستان ته سفر کوي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا