نړۍ

دپاکستان صدراعظم به محکمې ته حاضر شي

١٠-کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٧:

دپاکستان پارلمان درايو په اتفاق ددموکراسي په ملاتړ دپريکړه ليک په پلوي رايه ورکړي ده.

دا په داسي حال  کې ده چې ددغه هيواد صدراعظم يوسف رضا ګيلاني پرون محکمې ته دسپکاوي په تور دپاکستان دعالي ديوان له خوا احضارکړى شو او ورته لارښونه وشوه چې دجګپوړو سياستوالو له دي جملي څخه دپاکستان دجمهوررييس اصف علي زرداري پرخلاف دفساد ددوسسيو دنه څيړنې دتورونو په اړوند دپنجشنبې په ورځ  محکمې ته  حاضرشي .

ګيلاني ويلي دي چې محکمې ته به حاضرشي خو په همدي حال کې يي ددغه هيواد قاضيانو او ادارو ته يي خبرداري ورکړ چې دوي بايد دموکراسي وساتي .

که چيري په ګيلاني لګول شوي تورونه ثابت شي  دي ته به اړشي چي له خپل مقام څخه ګوښه شي .

دپاکستان يو مدافع وکيل چوهدري نصيراحمد وايي دوتلو هيڅ لاره نشته او صدراعظم نه شي کولاي له دغه بهيرڅخه وتښتي . دي به دي  ته اړوي  سترې محکمې ته حاضر شي  او دپاکستان دسترې محکمې په وړاندې سرټيټ کړي  دپاکستان اساسي قانون او نورو قوانينو ته ځواب ووايي زه فکرکوم چې  هغه   له قانوني ځواب ورکولو پرته بله  لاره ولري .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا