نړۍ

دپا کستان د حکومت سياسي کړ کيچ

د پا کستان حکومت له يوه سياسي بحران سره مخا مخ دى او ويل شوي دي د ژرندې ددوو ډبرو ترمنځ را غلى دي

 دپا کستان اردو له يوې خوا او ددغه هيواد قضا ئيه قوه له بلي خوا حکومت تر فشار لاندې نيو لى دى اودغه بحران لا پسي زورواخيست چې ددغه هيواد د سترې محکمې اوملکي حکومت ترمنځ کړ کيچ رامنځته شو .

په حکومت پخوا د اردو له خوا هم بريد سره مخا مخ شو چې ويل شوى د اردو او حکومت ترمنځ دغه تا و تر يخو الى کولاى شي د ا مريکا له خوا ملا تړى حکومت ړنګ کړي

 د پا کستان ددي دا ن ورځپاڼې دخبر له مخې ددغه هيواد سترې محکمې له صدراعظم يو سف رضا ګيلا ني څخه خپلي قا نو ني څيړنې په دې دليل پيل کړى چې ګيلا ني د جمهور رئيس اصف علي زرداري پرخلاف د مالي فساد ددوسيې له سره پيل په باب د سترې محکمې د فرمان له عملى کولو څخۀ ډډه و کړه

په همدى دليل د پا کستان سترې محکمې ، صدراعظم ګيلاني محکمې ته حاضر کړ او ټا کل شوې ده سبا دڅارنوالانو په وړا ندې حاضر شي

 که چيري د پا کستان ستره محکمه صدراعظم د محکمې له فرمان څخه د سرغړونې مجرم و پيژنې دى کيداى شي په شپږ مياشتې بند محکوم شي او وا کو نه يي سلبيږي

په دغه هيواد کې وروستى تا و تريخو الى کيداى شي دغه را ز د افغانستان په جګړه کې همکارى ته د پا کستان دهڅولو او په افغانستان کې د اقدا ما تو لپاره د ا مريکا د متحده ايالاتو هلې ځلې اغيز منې کړې

 د پا کستان دى دان ورځپاڼې ليکلي دي د پاکستان ستره محکمه اوحکومت په سخت جنجال او کړ کيچ کې دي او داسي څرګنديږي چې محکمه مساله اسا نه نه نيسې او ارام به نه کښينې

 دياد ونې وړ ده چې صدراعظم ژمنه کړې ده چې سـبا به محکمې ته حاضر شي خو دهيواد اردو او قضا ته يې خبر داري ورکړى دى چې دمو کراسي وساتي

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا