نړۍ

دپا کستان د پخوا ني جمهور رئيس د نيولو لپاره ددغه هيواد د سنا مجلس پريکړه ليک

دپا کستان دسنا مجلس غړو تيره شپه د پا کستان دپخوا ني جمهور رئيس پرويز مشرف د حکومت په دوران کې له قدرت څخه د نا وړي استفادي په دليل دده پرخلاف ديو پريکړه ليک په تصويبو لو سره دده د نيولو او محا کمې غو ښتنه  و کړه

دپا کستان دقضا يي قوا نينو له مخې : د هيواد د ملي ګټو پرخلاف دتو طئې اوخيا نت مجا زات د اعدام حکم لري

دپا کستان د اردو پخوا ني قو ما ندان مشرف په ١٩٩٩ کال کې له وينې تو ئيدو پرته په يوه کود تا کې په حکومت خيټه وا چوله او په ٢٠٠٩ کال کې يي ددغه هيواد دملي مجلس د استيضاح له ويري استعفا وکړه اوپه خپله خو ښه په تبعيد سره بريتا نيا ته لاړ او همدا اوس د عربي متحده امارا تو په دو بي ښار کې شپي سباکوى

دپا کستان د تروريزم ضد محکمې ددغه هيواد د پخوا نې صدراعظمې ميرمن بينظير بوټو د امنيت په تا مينولو کې دغفلت په تور د مشرف د نيولو حکم صادر کړي دي

دغه را ز دبلو چستان ايالتې محکمې مشرف په دغه ايالت کې دقبايلو ديو مشر اکبر بوګتې په وژنه کې دلاس لرلو په تور چې په ٢٠٠٦ کال کې ووژل شو په بند محکوم کړى دى

د پا کستان دسنا مجلس په پريکړه ليک کې ټينګار شوى د ى چې مشرف پا کستان ته له رسيدو سره سم له ډيل پرته نيول کيږي او تر قضا يي څارنې لا ندې نيول کيږي

په دې پريکړه ليک کې ويل شوي دي چې ده دوه ځلې د پا کستان د اساسي قا نون پرخلاف ددغه هيواد قضا يه قوى او عا لي محکمې ته بي احترا مي کړې ده او حکمو نه يې نه دى عملي کړې

دپا کستان پخوا ني جمهور رئيس پخوا ويلي وو چې خپل هيواد ته له ستنيدو وروسته د محکمې په وړا ندې ټولو طرحه شويو تورونو ته ځوا ب وايي اود خپل حکومت په دوران  کې دځان اود خپلو کړ نو دفاع کوي

 د پا کستان دخبري منا بعو دخبر له مخې : دغه پريکړه ليک په سنا مجلس کې د حاضرو سياسي ګوندونو په استا زيتو ب د وا کمن ګوند يعنې د پا کستان د خلکو ګوند ديو جګپوړي غړى رضا رباني له خوا ولوستل شو .

مخکې له دې مشرف اعلام کړى و چې دمسلم ليک  ال په نا مه د سياسي ګوند د جوړولو لپاره د سلوا غۍ دمياشتې له اوومې نيټې څخه تر لسمې نيټې پوري کرا چې ته ستنيږي چې ده خپل سفرځنډ ولى دى

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا