امنیت

دپنځوسو تنو وسله والو مخالفينو يوځاى کيدل

کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٩ :

پنځوس تنه وسله وال مخالفين نن په بغلان ولايت کي دسولې له بهيرسره يوځاى شول.

دبغلان ولايت  امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شيرزاد دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  دغه کسان ددغو قوماندانانو  هريو داوود ، نعمت الله ، محمديوسف  او  حفيظ الله تر امر لاندې له يوولسو ميلو ډول ډول وسلو سره دسولې له بهيرسره يوځاى شول.

خبرځاى زياته کړه دغه کسان دمرکزي بغلان دولسوالۍ په مربوطاتو کې ددولت پرخلاف  ولاړ وو.

ديادونې وړ ده چې دوه ورځې مخکې هم ددولت څلويښت تنه وسله وال مخالفين  په دغه ولايت کې دسولې له بهيرسره يوځاى شوي وو.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا