امنیت

دپوليسو پنځه سوه تنه منسوبين له ترکيې څخه راستنيږي .

کابل باختر دمرغومي   شپږ ويشتمه

  دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق  صديقي او دايساف دځواکونو ويندوى  نن په ګډه خبري غونډه  کې  په ترکيه کې دپوليسو دپنځه سوه  تنو منسوبينو د شپږ مياشتني   روزنيزې  دورې دپاى ته رسيدو خبر ورکړ او وي ويل .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې  په دې خبري غونډه کې د  کورنيو چار وزارت ويندوى  زياته کړه چې سيمه ئيز پوليس د ټولنې غړي  دي او دسيمه ئيزو پوليسو هر غړي دکلي دشورا له خوا ټاکل شوي او دولسوالۍ دامنيه قوماندانۍ دتائيد وړګرځيدلي دي .

  ده وويل چې دغه ځواکونه  به لرو پرتو سيمو کې چې دملي پوليسو دځواکونو شتون لږ دي فعاليت کوي .

 په همدې حال کې دايساف دځواکونو ويندوى دامنيت په تامينولو کې دسيمه ئيزو پوليسو په رول باندې تينګار وکړ او وي ويل سيمه ئيز پوليس به په  اتلسو مياشتوکې يوولسو  زرو تنو ځواکونو ته ورسيږي  چې په اوو پنځوسو ولسواليو  کې فعاليت لري او دامريکا له خوا ورسره مالي مرسته کيږي .  او ايساف دروزنې په برخه کې ورسره مرسته کوي .

 دايساف دويندوى دڅرګندونو  له مخې، دسيمه ئيزو پوليسو  ځواکونه دسمبال او روزل شوي  دفاعي ځواک په توګه  تر خپل کنترول لاندې سيمو کې فعاليت لري خو هغوى د نيولو واک نه لر ي بلکې کولاي شي  داړتيا په صورت کې له ملي اردو او پوليس سره اړيکې ونيسي او دمرستې غوښتنه وکړي .

 دغه راز دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديقي  په تيره اوونۍ کې دمخدره موادو دديرشو تنود پلورنکو دنيولو خبر ورکړ او وي ويل چې ملي پوليسو دهيواد په بيلابيلو سيموکې دعملياتو په بهير کې  ديرش تنه وسله وال مخالفين نيولي دي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا