ښوونه او روزنه

دپوهنې په پياوړتيا کې څه دپاسه پنځوس مليونه ډالره لګيږي .

کابل باختر دسلواغي  اتمه

  د ١٣٩١ کال دبودجې دعملياتي پروګرام برابرولو ته دتياري دنيولو تر عنوان لاندې يوورکشاپ   دښوونې او روزنې  لپاره دنړيوال مشارکت دمرکز له خوا نن دپوهنې په وزارت کې جوړ شو .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې، په دې ورکشاپ کې دپکتيا ، پکتيکا ، خوست ، نيمروز ، فراه ، سمنکانو ،کندهار ، زابل ، نورستان ، هلمند ، غور ، بادغيس او دايکندي د ولايتونو دمرکز او ولسواليو دپوهنې چارواکي برخه لري .

 دپوهنې وزير فاروق وردګ  دورکشاپ دپرانستلو  په مراسمو کې وويل، ټاکل  شوې ده پنځه پنځوس اعشاريه  اووه مليونه امريکايي ډالره په دغو ولايتونوکې دپوهنې  دپياوړتيا لپاره ولګيږي او په دې ورکشاپ کې به برخه وال له دغو پيسو څخه داغيزمني استفادې لپاره دهراړخيز پروګرام دجوړولو په مقصد يوه اوونۍ کار وکړي .

  دپوهنې  وزير دورکشاپ برخه والو ته په خطاب کې وويل: بايد  ددغو ولايتونو دپنځه پنځوسو ولسواليواو مرکزونو پروګرام دورکشاپ په پاى کې برابر   شي چې وکولاي شي دهغه له مخې او داړتياو په پام کې نيولو سره په اړوندو  سيمو کې دپوهنې دپياوړتيا لپاره عملي ګامونه واخستل شي .

 وردګ څرګنده کړه، دغه پيسي  دسيالۍ له مخې دنړيوالې  ټولنې له خوا دافغانستان پوهنې ته بيلي کړاي  شوي دي او موږ ټول بايد په دغو سيمو کې دپوهنې دپياوړتيا په لاره کې  له هغو څخه  ښه ګټه واخلو .

 دپوهنې وزير ديونيسف له اداري څخه چې په دغو ولايتونو کې دپروژو په تطبيق کې مرسته کوي ، مننه وکړه .

 په دغو مراسموکې ديونيسف  دادار ي استازي هم خبرې وکړې او ددغې اداري دفعال همکارۍ په دوام  باندې يې ټينګار وکړ .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا