دډنمارک نوى سفير: له افغانستان سره دډنمارک مرستي له ٢٠١٤ کال وروسته زياتيږي

کابل باخترد جدي دمياشتې ٢٧:
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دډنمارک دنوى سفير ريني دينيسن باورليک ديولړ تشريفاتي مراسمو په ترڅ کي ومانه.
دباخترا طلاعاتي اژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې دباور ليک د وړاندې کولو په مراسمو کې چې نن په ارګ کې پرځاى شول دبهرنيو چارو وزير ډاکترزلمي رسول هم برخه لرله.
دباور ليک له وړاندې کولو وروسته دهيواد جمهو ر رييس اودافغانستان لپاره دډنمارک نوى سفير ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکودپراختياپه باب خبري وکړي.
حامدکرزي دافغانستان دخلکوپه استازيتوب ده ته ښه را-غلاست ووايه اوپه تيرو لسو کلونو اوله دې څخه مخکې دافغانستان دخلکو دجهاد په دوران کې له افغانستان سره دډنمارک دمرستي اوهمکاري له امله قدرداني وکړه .
دډنمارک نوى سفير په افغانستان کې دخپل ماموريت دپيل له امله دخوښي په څرگندولوسره وويل چې له افغانستان سره دده دهيواد مرستي به له ٢٠١٤ کال وروسته زياتي شي .
دغه راز ده وويل هلې ځلې کوي چي دخپل ماموريت په بهيرکې ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو په پراختيا کې مرسته وکړي.