روغتیا

دښاري روغتيا پروژه په کابل کې پرانستل شوه .

دعامې روغتيا وزارت سرپرستې  ډاکترې ثريا دليل نن  ددشت برچي په ناحيوي  روغتون کې  دښاري روغتيا پروژه  پرانستله .

  دغه پروژه  دکابل ښار په روغتيايي  مرکزونوکې  دښو روغتيايي  خدمتونو دپراختيا اووړاندي کولو په مقصد  دجاپان  دجايکا  دنړيوالو همکاريو ددفتر  او نړيوال بانک په مرسته  ددرې اعشاريه  پنځو مليونو ډالرو په لګښت  جوړه شوې ده .

  دعامې روغتيا  وزارت سرپرستې ډاکترې ثريا دليل  ددغه پروګرام  دپرانستلو په غونډه کې   دخبرو په ترڅ کې  وويل چې دغه پروژه به  ددرملو او اساسي طبي تجهيزاتو  له پلوه دکابل  ښار له  ٤٤ مرکزونو سره مرسته  وکړي او دروغتيايي  خدمتونو دوړاندي کولو کيفيت لوړوي .

  دغه راز په دغو مراسمو کې  دکابل دولايتي  شورا استازي عبدالحميد سجادي دعامې روغتيا وزارت دغه اقدام وستايه .

 په همدې ډول دجايکا ددفتر استازي هيروشي دموضوع په باب خبرې وکړې او دروغتيا په  برخه کې يې دجايکا دمالي او تخنيکي مرستو  ددوام ژمنه وکړه .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا