ټولنه

دکابل دخلکو دسراسري شورا دجوړيدو شپږمه کاليزه ونمانځل شوه

دکابل دخلکودسراسري شورا دجوړيدو شپږمه کاليزه او دکابل دسوداګرۍ اوصنايعو دخونو درييس  اومديره هيئت ټاکنه  تير ماښام په کابل ستار هوټل کې  په ګډه غونډۀ کې ونمانځل شوه.

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبرله مخې په دې غونډه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزير اودکابل دخلکو دسراسر رييس ډاکترسيدمخدوم رهين   دشورا دکاليزي له امله دکابل خلکو اوددغې شورا غړو ته مبارکي وويله  او زياته يې کړه وخت په چټکي سره تيريږي  شپږکاله مخکې کله چې ددغې شورا دجوړولو خبره وه دوستانو لاسونه يو بل ته ورکړل زيار يې وګاله او دکابل دخلکو سراسري شورا يې جوړه کړه او تراوسه پوري په صداقت سره په دغې شورا کې فعاليت کوي .

ډاکتررهين زياته کړه ديموکراسي ، ولسواکۍ  ، مدني ټولنه دښځو حقوق ، دبيان ازادي ،  دمطبوعاتو ازادي  او هغه ټولې مولفي  چې دهيواد په پرمختګ اوسوکالۍ کې اساسي رول لري دکابل دخلکو سراسري شورا وياړي چې ددغه شان مفاهيمو په خدمت کې ده په هيواد کې  دمدنيت دساتنې  اودملي يو والې په لاره کې هلې ځلې کوي.

ډاکتررهين زياته کړه چې کابل تراوسه پوري څپيړه خوړلې څيره يې لاتراوسه پوري دڅپيړي درد له څيري څخه نه دي لري شوي، کابل زيات کړاونه او دردونه ګاللي  دي چې تراوسه پوري نه دي ښه شوي.

دډاکتر رهين دڅرگندونوله مخې لازمه ده چې دکابل  دخلکو دسراسري شورا غړي دکابل دبيا احياکولو په خاطر دزړه له کومي هلې ځلې  وکړي او دکابل داحيا کولو او زموږ دتاريخي پايتخت دترقي اوپرمختګ په خاطر دمشروطه غوښتوونکو په شان مبارزه وکړي  اوپه صادقانه ډول دکابل دځوريدلو خلکو په خدمت کې و اوسي .

ډاکتر رهين ښځې دکابل زغم لرونکي اوسيدونکې وبللي  او ويې ويل ښځو په ټول پوښتنو کې  زياتي ستونزي ګاللي دي.

دکابل دسوداګرۍ اوصنايعو دخونو دنړ يوالو اړيکو رييس آذرخش حافظي خبري وکړي ا وويې ويل  زموږ فرهنګ او دنورو دفرهنگ ترمنځ زيات توپيرشته  زموږ دفرهنګ بنسټ مينه اومحبت دى .

زموږ مشرانو غوښتي دي  چې په مينه او محبت سره نړۍ تسخير کړي

ده زياته کړه  په دې غونډه کې دکابل دخلکو راټوليدل يوځل بيا  دکابل اوکابليانو داتحاد  ، يو والې ، دوستي  اوميني ښکارندوى دى دغه مسله ښيې  چې ګران کابل بيا هم دګډ ژوند  يووالې او وروري په فضا کې بيا کابل احيا کوي.

دنړۍ دفلسفي رياضي دتحقيقاتو دمرکز رييس صديق افغان ددغې غونډي بل ويناوال و  ده وويل  چې کورنيو جګړو دکابل خلک له نورو زيات زيانمن کړي وو  او بايد دغه زيانونه جبيره شي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا