روغتیا

دکابل دطبي پوهنتون داستادانو ټولنې ددغه پوهنتون داړوندو کادري روغتونونو د ډاکترانو او روغتيايي کارکوونکو په امتيازي معاشونو کې دزياتوالي غوښتنه وکړه

   په هغه ليک  چې ددغې ټولنې  له خوا دباختر اطلاعاتي اژانس ته ليږل شوى دى ويل شوى دى دعلي اباد اوميوند دروغتونونو کادري استادان او نور ډاکتران او مسلکي  کارکوونکي چې په طبي پوهنتون پورې اړه لري د شپې نوکريوالي په بدل کې هيڅ ډول امتياز نه ترلاسه کوي .

 دطبي پوهنتون داستادانو د ټولنې  په ليک کې  دغه راز ويل  شوى دى دعلمي مقالو دليکلو  او دعلمي کتابونواومقالو داصلاح  په بدل کې هم هيڅ ډول امتيازي معاش نه ورکول کيږي .

 دغې ټولنې ددولت له مقاماتو په تيره بيا دلوړو زده کړو له وزارت  څخه غوښتي دي چې دهغوى دحق الزحمي او امتيازي معاشاتو په  برخه کې  پاملرنه وکړي  او دطبي پوهنتون داستادانو  د ټولنې غړي ، ددغه وزارت دکادري استادانو دامتيازي معاشونو دزياتوالي په باب دعامې روغتيا وزارت دوروستي اقدام هرکلي وکړ او هغه يې دروغتيايي خدمتونو دوړاندي کولو  دښه والي او دغه راز دځوانو ډاکترانو دمسلکي  پوهي دلوړولو لپاره يو ګټور ګام وباله .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا