امنیت

دکابل په شش درک کې ديوې خونړۍ چاودنې مخنيوي

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢١ :

دملي اردو ځواکونه وايي چې دکابل ښار دشش درک په ساحه کې يي ديوې  خونړۍ چاودنې مخه نيولې ده .

دغه ځواکونه وايي  چې طالبانو دشش درک په ساحه کې  کې دچاوديدونکو توکو په  ځاى پرځاى کولو سره غوښتل يوه خونړۍ پيښه ترسره کړي خو دوى ددغو توکو دځاى په کشفولو سره دوسله والو طالبانو پلان شنډکړ.

دملي دفاع وزارت دباختر اطلاعاتي اژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره دطالبانو دغه ناکامه ناوړه قصد تائيد کړ او ويې ويل چې دغې ډلې دخونړۍ تروريستي بريدونو دترسره کولو  په خاطر چاوديدونکې توکې دګازو په يوه ډبه کې ځاى پرځاى کړي و خو ددغه کار په ترسره کولو بريالي  نه شول.

په خبرپاڼه کې ددغو توکو دکشف  ددقيقې سيمي اودهغو دځاى پرځايکولو په اړوند دطالبانو دهدف په باب څه نه دى ويل شوي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا