ټولنه

دکابل ښار داتمې ناحيې عالمانو او دګذر وکيلانو دمشرانو جرګې له رييس سره خپل ستونزې طرحه کړې

کابل باختر دمرغومي   شپږ ويشتمه

  دمشرانو جرګې  رييس فضل هادي مسلميار  نن  دکابل ښار داتمې ناحيې له يو شمير عالمانو  ، دګذر له وکيلانو او سپين ږيرو سره  ددغې  جرګې دکنفرانسونو په تالار کې  په يوه  غونډه کې دهغوى ستونزې واوريدې .

  دباختر اطلاعاتي اژانس ته د مشرانو جرګې دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې ، په دې غونډه کې څو تنو دنورو په استازيتوب  دخلکو دغوښتنو دڅيړلو په برخه کې دمشرانو جرګې دونډي  اخستنې له امله دخوښي دڅرګندولو په ترڅ کې دنوي کارتي اوسيدونکو ستونزې  بيان کړې اوويې ويل، له څلوروکلونو راپديخوا ددغې سيمې دسړک دجوړولو پروژه دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت له خوا  منظوره شوې ده خو له اړوندو مسوولينو سره  له پرله پسې اړيکو سره سره ، عملي کار يې  لاتراوسه پورې نه دى پيل شوى .

 دغه راز هغوى دبريښنا نشتوالي دنوي کارتي دغونډې داوسيدونکو يوه بله ستونزه وبلله او زياته يې کړه:  دبريښنا لپاره  دترانسفارمر او يو شمير ستنو ته اړتيا ده ، خو دبريښنا رياست چارواکي نه يواځي داچې دهغو په درولو اقدام نه کوي   بلکې   موږ ته قانع کوونکي ځوب هم نه وايي  . دمشرانو جرګې رييس  په خبرو کې د ټولګټو پروژو دجوړولو اوبيا رغونې دڅرنګوالي او دحکومت داوسنيو مالي امکاناتو په باب رڼا واچوله او ويې ويل  ددې سيمې د اوسيدونکو ستونزې دڅيړلو وړ دي اوبايد اړونده ارګانونه دهغو دحل لارې چارې ولټوي  اوژمنه يې  وکړه چې دهغوى دستونزو دحل کولو په باره کې به له اړوندو ارګانونو سره اړيکې ونيسي او داړتيا په صورت کې به موضوع ددغو اداروله چارواکو سره دمشرانوجرګې په اړوندو کميسيونونوکې تر غور لاندې ونيسي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا