سیاست

دکندزد کنفرانس برخه وال : په افغانستان کې په سولى دلاس بري يواځنۍ لاره ديني عالمانو ته مراجعه ده

 په افغانستان کې په سولى دلاسبري  دلارو چارو دڅيړنې لپاره  نن په کندز کې يو کنفرانس جوړ شو .

 په دې کنفرانس کې چې دافغانستان داسلامي علمي او تحقيقاتي  مرکز له خوا جوړ شوي و برخه والو داوسنيو حالاتو او سولى ته دافغانستان داړتيا دڅيړنې  په ترڅ کې  په هيواد کې په دايمي سولى او ثبات دلاسبري  داغيزمنو  لارو چارو په باب خبرې وکړې .

 دباختر داطلاعاتي اژانس  دخبر له مخې، دتاجکستان دعلومو اکاډمي مرستيال په دې کنفرانس کې  وويل، ددين په عالمانو دخلکو ټينګ باور په پاملرنې سره په افغانستان کې   په سولى اوثبات دلاسبري  ښه لاره دعالمانو تبليغ دى .

  ده زياته کړه چې په افغانستان کې ددين عالمان بايد دجوماتانو له لارې  دثبات دتامينولو په خاطر  خلک ګډ ژوند ، يو والي او له دولت  سره همکاري ته وهڅوي د دغه کنفرانس  جوړونکو هم په خبرو کې له عالمانو څخه وغوښتل چې  دتبليغ له لارې  په هيواد کې دسولى دتامينولو په لاره کې کاروکړي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا