سیاست

دکندز مشرانو له جمهور رييس سره په کتنه کې د سولى دبهير په ميکانيزم کې دبدلون غوښتنه وکړه

دکندز ولايت دخلکو استازو او مشرانو دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهور رييس حامدکرزي  سره په کتنه کې  دسولى دبهير په ميکانيزم دبدلون غوښتنه وکړه .

  دباختر اطلاعاتي اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې، هغوى په دې کتنه کې  چې  نن له جمهور رييس سره په ارګ کې وشوه  د دوديزې  لويې جرګې نتيجي يې دافغانستان خلکو ته يو ستر برياليتوب  وباله او ويي ويل  په ټولو کميټو کې دجرګې غړو په بشپړې ملي روحيې او همغږي  سره کار کاوه او دهغوى تر منځ دبي ساري همکاري وه .

 هغوى څرګنده  کړه ددوديزې  لويې جرګې له مشورو سره سم له امريکا سره دهر ډول تړون لاسليک کول جواز لري او دافغانستان په ګټه دى  . ددې کتنې په بهير کې  دکندز ولايت استازو او مشرانو دملي او دهيواد دراتلونکي دمهمو مسئلو په برخه کې  خپلې نظريې له  جمهور رييس سره شريکي کړې او تينګار يې وکړ چې په ټول هيوادکې دافغانستان خلک په خپلو ملي ګټو  پوهيږي او دهغو په تامينولو او ساتلو کې يوموټي او په يوه نظر دي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا