امنیت
دکندهار په يوهوټل کې ديوې امريکايي ښځې دمړې کشفول .

کابل باختر دسلواغي دويمه
ديوي ښځې مړي چې ويل کيږي امريکايي تابعيت لري پرون دکندهار ښار په يو هوټل کې کشف او ترلاسه شو .
دترلاسه شويو رپوټونو له مخې دغه ښځه افغاني الاصله امريکايي اوژباړونکي وه اودکندهار ښار په فريد شيرزاد په هوتل کې يې شپې سبا کوي .
ددغې ښځې دوژنې انګيزه تراوسه پوري معلومه نه ده .
عيني شاهدانو دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې ددغې ښځې په استوګنځي کې الکولي مشروبات هم ترلاسه شوي دي .
دافغان او ناټو امنيتي مسوولينو تراوسه پوري په دې باب نظر نه دي څرګند کړي .