ورزش

دکېک بوکس ورزشکاران وستايل شول

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٧:

دکېک بوکس دملي ټيم ورزشکاران نن دالمپيک دملي کميټې له خوا وستايل شول.

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې دغو ورزشکارانو داسيا دجنوب له سياليو څخه چې داتوهيوادونو دورزشکارانو په گډون په هند کې ترسره شوي و دسرو  زرو يو مډال اودسپينو زرو څلور مډالونه ترلاسه کړي و.

په هغې غونډۀ کې چې له  همدي امله  دالمپيک  دملي کميټې په مقر کې جوړه شوې وه ددغې کميټې رييس ظاهر اغبر دکېک بوکس له مډال راوړونکو  ورزشکارانو څخه دقدرداني په ترڅ کې وويل چې دهرې ورځې په تيريدوسره دهيواد ورزشکاران وياړني ګټې اودخلکو دسرلوړي سبب کېږي.

ظاهراغبرداولمپيک  دملي کميټې له خوا برابرشوي سوغاتونه په ورزشکارانو وويشل شول.

دغه راز په دې غونډه کې دستاينې لوحه چې دهند دکېک  بوکس دترسره کولو دکميټې له خوا داولمپيک  دملي کميټې رييس ته ورکړي شوي و دکېک بوکس دسکرترجنرال له خوا ده ته ورکړشو .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا