اقتصاد

د آقينه – اندخوى د اوسپنې پټلۍ د جوړولو کار ٨٥ سلنه بشپړ شوی دی

کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
د آقينه – اندخوى د اوسپنې پټلۍ د جوړولو کار دوام لري او اوس د دغې پروژې د جوړولو کار څه دپاسه ٨٥ سلنه بشپړ شوى دى.
د آقينه – اندخوى د اوسپنې پټلى پروژه ٣١ کيلومتره اوږدوالي لري او ټاکل شوې ده تر راتلونکو څو مياشتو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغې پروژې د سروې کار تېرکال بشپړ شو او د جوړولو کار يې د روان ميلادي کال په لومړیو کې پيل شوى دى.
د آقينه – اندخوى د اوسپنې پټلۍ د جوړولو تړون د افغانستان د اوسپنې پټلې د ادارې او د ترکمنستان د صنايعو او ارتباطاتو وزارت ترمنځ لاسليک شوی و او د دغې ادارې له پرمختيايي بودجې څخه جوړېږي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د ملي ادارې يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د آقينه – اندخوى د اوسپنې پټلۍ جوړول د هېواد د اوسپنې پټلۍ د کورنۍ شبکې د جوړولو په لاره کې يو اساسي ګام دى او د آقينه د اوسپنې پټلۍ له لارې چې له ترکمنستان او وروسته به د سيمې هېوادونو د اوسپنۍ پټلۍ له شبکې سره نښلول کېږي، د انتقالاتو د زياتوالي سبب شي.
له دې وړاندې د آقينې د اوسپنې پټلۍ تمځاى هم په اساسي ډول بيارغول شوى دى او اوس هره ورځ سلګونه ټنه تجارتي مالونه پکې تش او بارېږي.
د يادونې وړ ده چې د آقينې د اوسپنې پټلۍ د تمځاى د پرمختيايي اوسپنې پټلۍ د لسو کيلومترو د جوړولو کار د اوسپنې پټلۍ د ادارې په مالي لګښت هم بشپړ شوی او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دى.
ختم- ج -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا