ټولنه

د اساسي قانون د تصويب اوونۍ په پروان کې ونمانځل شوه

۲۷- کابل / د مرغومي۱۵مه / باختر
د هېواد د اساسي قانون د تصويب اوونۍ نن په پروان کې ونمانځل شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په چاريکارو ښار کې جوړه شوې وه، د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد رستم رستم زاده د هېواد د اساسي قانون په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې او ويې ويل چې قانون له ټولنې سره د افرادو د اړيکو د تامينولو لپاره يوه مهمه اړتيا شمېرل کېږي.
هغه عظیم الشان قرآن او نبوي احاديث په هېواد کې د ټولو وضع شويو قوانينو بنسټ وباله او زياته يې کړه: اساسي قانون د افغانستان د ملي واکمنۍ، د مدني او د خلکو د آزاديو ضمانت کوونکی دى.
هغه له يوشمېر کسانو له خوا د قانون نه منل، نا امنۍ او د بهرنيو هېوادونو لاسوهنه وبلله چې په هېواد کې د قوانينو د تطبيق د بهير د کمزوتیا سبب شوې ده.
د پروان د عدليې رييس محمدعمر عمر زاده د هېواد په تاريخ کې د اساسي قانون پر تاريخچې او ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل چې د اتباعو اساسي حقوق، آزادي غوښتنه، ملت جوړونه او دايمي ثبات د اساسي قانون له مهمو عناصرو څخه شمېرل کېږي.
په دې غونډه کې يوشمېر ويناوالو هم د موضوع په اړوند خبرې وکړې او له ټولو هېوادولو يې وغوښتل چې د اساسي قانون پيروي وکړي او قانون پرځان تطبيق کړي.
ختم ج- ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا