ټولنه

د اساسي قانون د تصویب اوونۍ په لغمان کې ونمانځل شوه

۱- کابل / د مرغومي ۲۱ مه / باختر
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د يوې غونډې په ترڅ کې د اساسي قانون د تصویب اوونۍ ونمانځله.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د لغمان د والي مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار، په ټولنېزو چارو کې د ولایت مرستیالې برېښنا ساپۍ، د بېلابېلو ادارو مسوولینو، ځوانانو، مدني فعالانو، لیکوالانو او یوشمېر نورو کسانو ګډون کړی و.
په پیل کې د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اورنګ صمیم د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې هر کال د مرغومي له ۱۴ مې څخه تر ۲۰ مې پورې په ټول هېواد کې د اساسي قانون د تصویب اوونۍ نمانځنې ته ځانګړې شوې چې په بهیر کې يې د اساسي قانون په اړوند خلکو ته پوهاوي ورکول کېږي.
صمیم زیاته کړه چې د قانون له حکمونو څخه بې خبري عذر نه ګڼل کېږي او لازمه ده چې هر افغان یو ځل اساسي قانون مطالعه او ځان ترې خبر کړي.
دغه راز په غونډه کې د لغمان د والي مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار د اساسي قانون پر جوړېدو، تصویب او د تاریخ په اوږدو کې د اساسي قوانینو پر جوړښت او پړاوونو رڼا واچوله.
هغه وویل چې د هېواد اوسنی اساسي قانون د سیمې په کچه یو معتبر، جامع او منل شوی قانون دی چې د هر افغان حقوق پکې ځای شوي دي.
مظلوم یار یادونه وکړه: که غواړو سوکالي او آرامي ولرو، نو لازمه ده چې قانون زده او عملي کړو او پاملرنه ورته ولرو.
همدارنګه د غونډې په دوام په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې برېښنا ساپۍ وویل چې د اساسي قانون د شتون لپاره پنځه پېړۍ هڅې شوې دي.
ساپۍ زیاته کړه چې د هېواد اساسي قانون ټول افغانان مکلف کړي دي چې د اسلام له مبارک دین څخه سرغړونه ونه کړي، د حاکمانو ټاکنې، بشري حقونو، انساني کرامت او نورو ټولو حقوقو ته دې پاملرنه ولري.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان اوسنی اساسي قانون ۱۲ فصلونه او ۱۶۲ مادې لري چې هره ماده یې بېلابېل موضوعات راسپړي.
پای/ وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا