خبرونهفرهنګ

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د ١٤٠٠ کال پر تشکيل خبرې وشوې

٤٩- کابل /د مرغومي ١٤مه /باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرى نن د دغه وزارت د ١٤٠٠کال د تشکيل  د بشپړولو او د اداري ستونزو د لرې کولو په اړوند غونډه جوړه شوه.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې ؛ په دې غونډه کې چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د معينانو اود بېلابېلو برخو د رييسانو په ګډون جوړه شوه د دغه وزارت د ١٤٠٠ کال پر تشکيلاتي جوړښت خبرې وشوې.
دغه راز د وزارت د بېلابېلو برخو رييسانو د چارو د ښه اجرا کولو په خاطر د خپلو اړوندو بنسټونو د تشکيلاتي اړتياوو په اړه خپلې نظريې او طرحې د اداري ستونزو د لرې کولو په خاطر وړاندې کړې .
په همدې ترتيب د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د دغه وزارت د معينانو اورييسانو د نطريو له اورېدو وروسته د بېلابېلو برخو په کاري چارو کې پر پرله پسې هلوځلو، ځواکمنتيا ، ژمنې او تقوا ټينګار وکړ اوڅرګنده يې کړه چې د دغه وزارت تشکيلاتي جوړښت بايد مسلکي وي اوموجودې اړتياوې په پام کې ونيول شي .
دغه راز د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د دغه وزارت د بېلابېلو برخو له رييسانو وغوښتل چې د خپلو اړوندو بنسټونو د ١٤٠٠کال پروګرامونه اوتشکيلاتي جوړښت په راتلونکې غونډه کې وړاندي کړي او د بشري سرچينو رياست دې د مامورينو د ځواکمنتيا او ظرفيتونو د لوړولو په خاطر اغېزمن پروګرامونه ترلاس لاندې ونيسي اواجراکړي .
ختم_ ج –ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا