
کابل/ د لړم ٢٢ مه / باختر
د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت مشرتابه په هلمند کې د آزادۍ راډیو د سیمه ییزخبریال محمدالیاس داعي وژل کېدل وغندل.
د آزادي راډیو سیمه ییزخبریال محمد الیاس داعي د سپرلۍ پرموټر د چسپکي ماین په چاودنه کې ژوند بایلود.
په دې پېښه کې د محمد الیاس داعي ورور چې د دویچې ویلې سیمه ییزخبریال دی، له یوبل کس سره ټپي شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خبریالانو پرخلاف دغه برید غندي او د جګړې له لوریو غواړي پرېږدي چې خبریالان خلکوته په اطلاع رسولو کې خپل مسوولیتونه له هرډول ګواښ پرته سرته ورسوي.
د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت رهبري د محمد الیاس داعي پړمړینې خواشیني څرګندوي او داعي ته د فردوس جنت، کورنۍ او خپلوانو ته یې او همدارنګه د هېواد رسنيو ته د جمیل صبرهیله کوي.
پای- ع