خبرونهفرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د محمد الیاس داعي یادغونډه جوړوي

٤٥- کابل/ د لیندۍ دویمه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبریال محمدالیاس داعي یادغونډه په نږدې ورځو کې په کابل کې جوړوي.
د باخترآژانس خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین پوهاند محمدرسول باوري په مشرۍ او شهید محمد الیاس کورنۍ د غړیو، د هلمند د خبریالانو ټولنې د رییس ستانکزي، د هلمند د یوشمېر مدني او رسنیزو فعالانو او د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځینو رییسانو او سلاکارانو په ګډون په دغه وزارت کې جوړه شوې وه، لومړی د محمد الیاس او نورو خبریالانو چې په راز راز بریدونو کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، روح ته دعا وشوه او بیا پوهاند محمد رسول باوري په هلمند کې د پېښو او پرمختیاوو په اړه د خلکو په خبرولو کې د محمدالیاس داعي خدمتونه وستایل او هغه یې یو هڅاند، نوښتګر او ژمن خبریال وباله او زیاته یې کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غواړي د داعي له کورنۍ او دوستانو اوهمدارنګه د خبریالانو له ټولنو سره په همغږۍ او همکارۍ کې د هغه یاد غونډه په خورا پرتمینه توګه جوړه کړي. پوهاند باوري ټینګار وکړ چې دغه غونډه باید یو فرصت وګڼو او د خبریالانو پر خوندیتوب له اړوندو ادارو سره جدي خبرې وکړو او په دې برخه کې عملي ګامونه واخلو.
د غونډې ګډونوالو په دې اړه خپل نظریات شریک کړل او په پای کې یوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د غونډې د ګډونوالو د نظریاتو او وړاندیزونو په رڼا کې د محمدالیاس داعي د یادغونډې لپاره چمتووالی ونیسي.
پاى- ن-ش

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا