سیاستخبرونهTOP

د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره‌ کوونکي پلاوي په هېواد کې د تل پاتې اوربند غوښتنه وکړه

کابل / د ليندۍ ۲ یمه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره ‌کوونکي پلاوي یو شمېر غړو د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو او د افغانستان د سولې لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په دوحه کې وکتل.
باختر آژانس ته د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌ کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري په تېرو کلونو کې له افغانستان څخه د متحدو ایالتونو د پرله ‌پسې ملاتړ مننه وکړه.
نوموړي د سولې له هوکړې وروسته هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
د مذاکره‌ کوونکي پلاوي غړو وویل چې د افغانستان خلک په هېواد کې د وروستیو دوو لسیزو لاسته‌ راوړنو د ساتلو غوښتونکي دي.
د مذاکره ‌کوونکي پلاوي غړو همدا راز وویل چې افغانانو ته د پنځو زرو بندیانو له خوشې کېدو وروسته د تاوتریخوالو زیاتوالی د منلو وړ نه ‌دی او دا د دوحې له هوکړه‌ لیک سره په ټکر کې دى.
دوی زیاته کړه چې خلک په هېواد کې د دایمي اوربند د ټينګښت په تمه دي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌ کوونکي پلاوي غړو د ناستې پر دوام وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه اسلام ناروا بللې او همدا راز دوام یې د نړیوالې ټولنې لپاره هم د منلو وړ نه ‌دی.
په دې کتنه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پامپیو د افغانستان د سولې په بهیر کې د امریکا متحدو ایالاتو ملاتړ ته په اشارې وویل چې تلپاتې سوله د دواړو هېوادونو ګډه موخه ده.
پامپيو زیاته کړه چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره به د دغه هېواد ملاتړ دوامدار وي او همدا راز د افغانانو پر وړاندې اوږد مهاله ژمنې به پر خپل ځای پاتې وي.
پاى- سعيده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا