سیاست

د افغانستان اوفرانسې ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ ټرون لاسلیک شوه

د افغانستان او فرانسې تر منځ د دوستۍ او همکارۍ د ټرون له لاسلیک وروسته د فرانسې جمهور رئیس نیکولای سرکوزي وویل چې د دوه اړخیز ټرون له مخې به فرانسه له افغانستان سره د اوږد مهال لپاره دپوهنې، روغتيا، اقتصاد او فرهنګ په برخو کې مرستو ته دوام وکړي.

د باختراطلاعاتي اژانس ته دجمهوررييس دويندوى دمطبوعاتي دفتردمعلوماتو له مخې.

دغه ټرون چې تير ماښام د افغانستان او فرانسې جمهورو رئیسانو د فرانسې په جمهوري ریاست کې لاسلیک کړ، له لاسلیک کېدو وروسته د فرانسې جمهور رئیس په خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې هېواد به یې د افغان امنیتي ځواکونو په روزلو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

ښاغلي سرکوزي د افغانستان له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې د کاپیسا ولایت امنیتي مسؤولیتونه دې په راتلونکي کې افغان ځواکونو ته وسپاري.

د هېواد جمهور رئیس د فرانسې د جمهور رئیس نیکولای سرکوزي د ښې مېلمه پالنې له امله مننه وکړه او د افغانستان او فرانسې تر منځ یې د دوستۍ او همکارۍ د ټرون د لاسلیک له امله خوښي څرګنده کړه.

حامد کرزي زیاته کړه چې د دوستۍ او همکارۍ دټرون په لاسلیک سره فرانسې د افغانستان سره د خپلو مرستو ژمنه نوې کړه.

دغه راز حامد کرزي د هغو څلورو فرانسوي سرتېرو د وژل کيدو له امله چې په افغانستان کې وژل شوي دي، د فرانسې خلکو ته دډاډ ګيرنې او خواخوږې مراتب څرګند کړل او د امنیت او ثبات په ټينګښت کې یې د فرانسوي سرتېرو د قربانیو، قدرداني وکړه.

جمهور رئیس زیاته کړه: د افغانستان خلک په داسې حال کې د فرانسې خلکو ته دخواخوږي او ډاډ ګيرنې مراتب څرګندوې،  چې په تېرو کلونو کې  له افغانستان سره  د دوی قوي ملاتړ له امله مننه کوي.

د هېواد جمهور رئیس افغان ځواکونو ته  د امنیتي مسؤولیتونودسپارلو په اړوند وویل چې افغانستان تیار دی چې دا مسؤولیتونه له ۲۰۱۴ کال مخکې هم په خپله غاړه واخلي، ده زیاته کړه چې د افغانستان حکومت به د روان کال د مارچ له میاشتې وروسته د کاپیسا ولایت امنیتي مسؤولیتونه له فرانسوي سرتېرو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته انتقال کړي.

ددوستۍ او همکارۍ ددغه ټرون  له مخې به فرانسه له افغانستان سره د دفاع او امنیت، کرنې او د کلیو د پراختیا، روغتیا،پوهنې او لوړو زده کړو، فرهنګ او لرغون پېژندنې،د ښې حکومتوالۍ او د قانون د واکمنې، بنسټيزو جوړښتونو، اقتصاد، مالي چارو، سوداګرۍ او صنعت په برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او فرانسې تر منځ د دوستۍ او همکاریو دغه  ټرون به د شلو کلونو لپاره اعتبار ولري.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا