خبرونهفرهنګ

د افغانستان او اوزبیکستان جمهورو رییسانو ټلیفوني خبرې وکړې

۳- کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني او د اوزبیکستان جمهوررییس شوکت میرضیایف، پرون غرمه ټلیفوني خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دغو ټلیفوني خبرو کې دواړو لورویو د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د همکاریو او اړیکو پر پراختیا او بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول افغانستان ته د اوزبیکستان برېښنا د وارداتو د زیاتوالي په اړه، بحث او خبرې وکړې.#
پای/ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا