خبرونهاقتصادټولنه

د افغانستان برېښنا شرکت: د وارداتي برېښنا ستونزه حل کېږي

کابل/ د مرغومي ۱۸مه / باختر
په هېواد کې د برښنا کمښت ستونزې حل لپاره د افغانستان برښنا شرکت د پرلپسې هڅو په پایله کې له ازبکسنانه د وارداتي برښنا تخنیکي ستونزه تر حلیدو ورسېده. دا مهال نایب آباد کې د برښنا کچه تر ۳۰۰ میګاواټو لوړه شوي او د تاجیکستان برښنا کچه له ۸۰ میګاواټو څخه ۱۲۰میګاواټو ته لوړه شوي، چې له شمالي ولایتونو وروسته یې ۲۱۰ میګاواټه کابل ته را رسیږي، خو دا چې د شپې مهال د برښنا اړتیا لوړیږي، نو د افغانستان برښنا شرکت دې اړتیا ته په پام سره ۴۴ میګاواټه له ماهیپر، ۲۲میګاواټه له سروبي او ۹۶ میګاواټه له نغلو برښنا تولید فابرېکې څخه تر لاسه کوي، چې له شته وارداتي برښنا سره یو ځای ټولټال ۳۷۲ میګاواټه برښنا کیږي. برېښنا شرکت په هېواد کې د برښنا له ټولو پېرودونکو غوښتنه کیږي، چې د برښنا نسبي کمښت ستونزې تر بشپړ حل پورې دې د برښنا په لګښت کې سپما ته ځانګړې پاملرنه وکړي

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا