خبرونهامنیتټولنه

د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د ډاډګيرنې او غمشریکۍ پيغام

۲۶- کابل / د مرغومي۱۵مه / باختر
په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې وحشي دښمن يو ځل بيا په جنايت لاس پورې کړ او د کاپيسا د عالمانو سراسري شورا د رييس مولوي صاحب ميرويس کريمي د سپرلۍ پر موټر بريد وکړ چې زموږ د څو بېګناه هېوادوالو د شهادت سبب شو او مولوي کريمي په دې پېښه کې ټپي شو.
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د دين او هېواد د دښمنانو دغه غير انساني او غير اسلامي عمل په کلکه غندي او د الله (ج) له درباره مولوي کريمي او د دغې پېښې نورو ټپيانو ته د سملاسي روغتيا، شهيدانو ته د فردوس جنت او د هغوى کورنيو او خپلوانو ته د جميل صبر او جزيل اجر هيله کوي او د هېواد له امنيتي بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د دغه شان وحشيانه عملونو عاملين وپېژني او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
ختم- ج- ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا