خبرونهورزش

د افغانستان د فوټبال درې لوبغاړي د آسيا فوټبال د ځوانانو سفيران شول

۲۸- کابل / د مرغومي ۲۳ مه / باختر
د افغانستان د فوټبال درې لوبغاړي د آسيا فوټبال په کنفدراسيون کې د ځوانانو سفيران شول.
د هېواد د فوټبال فدراسيون وياند فېروزمعشوف د باختر آژانس خبريال ته وويل: عبدالله علي د ۱۶ کلنو د ملي ټيم غړى، کرشمه فقيري او ياسيمن عرفاني هم د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي ټيم غړي، د آسيا فوټبال په کنفدراسيون کې د ځوانانو سفيران په وټاکل شول.
دغه کنفدراسيون ٤٧ غړي لري چې مرکز يې په کولالمپور کې دى چې افغانستان یې هم يو غړى دى .
معشوف وايي: د آسيا په دغه کنفدراسيون کې د فوټبال د دغو درېيو غړيو استازيتوب کولاى شي د ځوانانو له رول څخه د ورزش او په تېره بيا د فوټبال په برخه کې ښه استازيتوب وکړي.
معشوف زياته کړه: دغو درېو کسانو له انتخابېدو وروسته پرون سندونه او ستاينليکونه چې د آسيا فوټبال کنفدراسيون رييس او سکرترجنرال دوى ته استولي وو، ترلاسه کړل.
ختم – سعيده – ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا