ورزش

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ایرلنډ سره درې یو ورځنۍ لوبې کوي

۳۵ – کابل / د لړم ٢۷مه / باختر
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په راتلونکي میلادي کال کې د ایرلینډ له ملي لوبډلې سره افغان ملي لوبډلې په کوربتوب درې یو ورځنۍ لوبې کوي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي چې افغان ملي لوبډله به د راتلونکي ۲۰۲۱م کال د جنوري په ۱۸مه، ۲۱ مه او ۲۳مه د ایرلنډ ملي لوبډلې پر وړاندې درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې وکړي.
د یادونې وړ ده چې یادې لوبې د ۲۰۲۳م کال د یو ورځنیو نړیوال جام لوبو ته د لارموندنې په موخه د دغه نړیوال جام د سوپر لیګ سیالیو برخه دي.
پای/وصال

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا