خبرونهټولنه

د افغانستان نيمايي وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتيا لري

٤٤- کابل/د ليندى ٣٠مه/باختر
د ملګروملتو سازمان د بشري چارو د همغږى دفتر ( اوچا) وايي چې د افغانستان نيمايي وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتيا لري.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ د ملګروملتو سازمان د بشري چارو د همغږى دفتر ويلي دي چې په ٢٠٢١ميلادي کال کې خوړو او نورو بشردوستانه مرستو ته د اړو افغانانو شمېربه زيات شي.
اوچا د افغانستان نفوس څه ناڅه څلويښت ميليونه اټکل کړي دي وايي چې له دې جملې څخه نيمايي يې بشردوستانه مرستوته اړتيا لري.
د اوچا د معلوماتوله مخې؛ افغانستان په نړۍ کې دويم هېواد دى چې د نفوسو زياته برخه يې د خوړو د نه خونديتوب له خطر سره مخ دي.
د اوچا د ٢٠٢١ ميلادي کال د ارزونې په رپوټ کې ويل شوي دي چې اوس څه د پاسه ١٦ ميليونه تنه افغانان بشري مرستو ته اړتيا لري چې پنځه اعشاريه پنځه ميليونه تنه يې د خوړو له عاجل نه خونديتوب سره مخ دي .
د دغې ادارې د څرګندونوله مخې؛ په راتلونکي يوکال کې حالت دغه راز دوام کوي او بشردوستانه مرستو ته د اړوافغانانوشمېر به څه ناڅه ٥ر١٨ميليونو تنو ته زيات شي.
د ملګروملتو سازمان د بشري چارو د همغږى دفتر اوچا ويلي دي چې په تېرو پنځوکلونوکې په افغانستان کې بشري حالت مخ په خرابيدو دى .
جګړې ، د تاوتريخوالي دوام، طبيعي پېښې ، بې وزلي او د کرونا ويروس خپرېدل هغه ستونزې دي چې د اوچا د څرګندونوله مخې د زياتو افغانانوپه بشري حالت اغيزه کړې ده .
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا