خبرونهفرهنګ

د افغان فرهنګي او هنري مشاهيرو لپاره د اډيرې د جوړولواو تثبيت کمېسيون غونډه وکړه

کابل/ دلړم ٢٢ مه / باختر

د افغان د فرهنګي او هنري مشاهيرو لپاره د اډيرې د جوړولو او د تثبيت کمېسيون دويمه غونډه د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د فرهنګ اوهنر د معين پوهاند محمدرسول باوري په مشرۍ  نن غوڼډه وکړه.

د باختراژانس د خبرله مخې؛  د کمېسيون په غونډه کې چې د علومو اکاډمۍ، د حج او اوقافو وزارت او د کابل ښاروالۍ استازو ګډون کړي و،  د افغان د فرهنګي او هنري مشاهيرو د اډيرې لپاره د مشخص ځاى د طرحې په اړوند خبرې اترې وکړې او د غونډې غړو د دغې طرحې  د بډاينې په خاطر  خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل.

پوهاند محمدرسول باوري هغو هنرمندانوته چې د هغوى اثاراوشتمنۍ په ټولنه کې منل شوي دي د مشخص اډيرې جوړول يو ښه او ارزښتناک کار وباله.

د فرهنګ او هنر معين دغه راز ټينګاروکړ هغه اصلاحات چې په دې غونډه کې د اډيرې  د طرحې د ښه والي لپاره وړاندې شول بايد په راتلونکې غونډه کې  پرې خبرې وشي  چې د اډيرې د جوړولو لپاره  يوه بشپړه او هراړخيزه طرحه چمتوشي.

ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا