سیاست

د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د جمهور رئيس حامد کرزي پيغام

نن د کا بل ښاروالۍ ديو بې سار ي ابتکار د عملي کولو لپاره حاضره غونډه را بللې ده .

 دروان کال په جريان کې د کا بل ښاروالۍ په پيشنهاد اود  افغانستان د وزيرا نو شورى په تصويب ، د هيواد ددريو تاريخي ودا نيو : دارالامان ماڼى ، دتاج بيک او چهلستون د ماڼيو د بيا احيا چاري کابل ښاروالۍ ته ورسپارل شوې او ښاروالۍ پتييلي ده چې دا ودانۍ به د افغا نستان د خلکو په هراړخيزه مرسته جوړوي او ددې ماڼيو د بيا جوړولو لپاره به له خلکو اعا نه غواړي .

که څه هم دا کار په نړۍ کې مر سوم دى ، مګر زموږ په هيوادکې نوى او يو ابتکاري اقدام دى او په خلکو کې پرخپل ځان د باور رو حيه پياوړي کوي او پرخپلو امکا نا تو د ملي بنسټونو د بيا احيا لپاره زمينې برا بروي .

زه د کا بل ښاروالۍ دا اقدام ستايم اود افغا نستان له ټولو خلکو غواړم چې ددې ملي اقدام د بري لپاره د کا بل ښاروالۍ هراړخيز ملا تړ وکړي ، څوښاروالۍ و کړاى شي زموږ په خپلو پيسو د نورو له مرستې پرته د هيواد دا تاريخي ودا نۍ بيرته په خپل شکل احيا کړي

ملي تا جرا نو او سرمايه دارا نو ته دډيرو مرستو سترګي ا وړي ، خود افغا نستان هروګړي بايد له خپل توان سره سم له دي ملي پروژي سره مرسته و کړي . ستاسو برى د لوى څښتن له در باره غواړم ، او کا بل ښار والۍ ته کور ودا نۍ وايم .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا