اقتصاد

د اقتصادي عالي شورا ځانګړې غونډې د کان کېندنې پر پروژو بحث وکړ

١٢- کابل / دليندى ١٢مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ پرون غرمه د کان کېدنې پروژو په اړه د اقتصادي عالي شورا ځانګړې غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې جمهورريیس غني د کابینې هغو وزیرانو ته چې د ولسي جرګې د باور رای یې ترلاسه کړي دي، مبارکي وویله.
د اجنډا مطابق د کانونو او پټرولیم وزیر محمدهارون چخانسوري  په لوی او کوچني مقیاس د کان کېندنې د نویو سیمو، په کوچنې مقیاس د کان کېندنې پروژو، په کوچنې مقیاس د کان کېندنې څلورو جوازونو د غځولو (مرمر ډبرو) په اړه هراړخیز معلومات او په ننګرهار کې د استخراج شوي تالک، په تخار ولایت کې د استخراج شوې مالګې او بامیانو ولایت د ‌‌ډبرو سکرو راپورونه غونډې ته وړاندې کړل.
نوموړي وویل، د افغانستان دولت د ۱۳۹۶ کال د لېندۍ په میاشت کې د کانونو سکتور لارنقشه د دغه سکتور د پراختیا په موخه منظور او وړاندیز یې وکړ چې دغه سیمې دې په کوچني او لوی مقیاس د کان کېندنې سیمو په حیث اقتصاد عالي شورا تایید کړي.
د کانونو او پټرولیم وزیر زیاته کړه، د پنځو کلونو لپاره ۱،۶ میلیارده افغانۍ نوې پانګونه شوې ده، کابو څلور زره کسانو ته د اشتغال زمینه برابره او همدارنګه هر کال کابو ۴۰۰ میلیون افغانۍ عواید د رویالټۍ او ځمکې سطحې د کرایې له درکه راجمع کېږي.
چخانسوري څرګنده کړه، په ننګرهار کې د استخراج شوي تالک او تخار ولایت کې د استخراج شوې مالګې عواید راجمع کېږي او د کان کېدنې د نویو پروژو په تطبیق سره د ناقانونه کان کېندنې شاوخوا ۳۱ سیمې د کان کېندنې پر جواز لرونکو/قانوني سیمو بدلېږي.
جمهوررئیس غني د یادو خبرو له اورېدو وروسته وویل، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت موخه د هیواد اقتصادي تحرک دی او موږ به د اقتصادي تحرک او بسیج په موخه خپلې ټولې منابع وکارو. هغه زیاته کړه د دولت کاري لومړیتوب د هیواد د کانونو د قاچاق مخنیوی دی.
اقتصادي عالي شورا په کوچني مقیاس د کان کېندنې نوې سیمې او په کوچني مقیاس د کان کېندنې پروژې چې د جواز صادرېدو ته چمتو دي، تایید کړې.
همدا راز اقتصادي عالي شورا په کوچنې مقیاس د کان کېندنې جواز (مرمر ډبرو) غځول تایید کړ او د کانونو او پټرولیم وزارت یې موظف کړ چې د جمهوري ریاست لومړي معاونیت تر څار او اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ د ننګرهار تالک موضوع په اړه منظمې غونډې جوړې او د هغو راپور دې له مشخصو وړاندیزونو سره د اقتصادي عالي شورا راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.
همداډول پرېکړه وشوه چې د جمهوري ریاست لومړی معاونیت دې د هیواد د کانونو د امنیت په تامین کې د امنیتي میثاق له تجربې استفاده وکړي او په دې اړه دې مشخصه طرحه د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.
غونډې د کانونو او پټرولیم وزارت موظف کړ چې د بامیانو د ډبرو سکرو سیمې د سروې په خاطر پلاوې واستوي او دغه وازارت په مقطعي ډول د ډبرو سکرو د پلور صلاحیت لري او په اوږدمهال کې دې د هیواد د نافذه قوانینو او نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو له شرکتونو سره دوامدار قراردادونه وکړي.
همدا راز کانونو او پټرولیم وزارت موظف شو چې د ملي انکشاف شرکت په همکارۍ د هیواد په سطحه د ډبرو سکرو پر استخراج کار وکړي او واضح طرحه له مشخصو وړاندیزونو سره د اقتصادي عالي شورا یوې غونډې ته وړاندې کړي.
په همدې ترتیب اقتصادي عالي شورا غونډې مالیې وزارت موظف کړ چې د نمک آب ولسوالۍ د اوبو مسیر د تغییر په موخه دې چې د مالګې کان له داخله تېرېږي د بودجې د تامین په برخه کې همکاري وکړي، ترڅو د اوبو تګلوری تغییر ومومي.
غونډې د کانونو او پټرولیم وزارت موظف کړ چې د هیواد د ټولو کانونو جامع او کامله سروې ترسره او د افغانستان په هر ولایت او زون کې دې د کانونو د مقدار، د هغو د ارزښت، حجم او کانونو د ډول، د ولایتونو په انکشاف کې د هغو د رول او ټول اړین معلومات مشخص او راپور دې د اقتصادي عالي شورا یوې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
همدارنګه د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا واحد موظف شو چې د کانونو په برخه کې د سترو پانګونو د جلب په موخه ځانګړې کاري ډله تشکیل او راپور دې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.
په اقتصادي عالي شورا غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت موظف شو چې د هیواد د کانونو لپاره د جواز د ورکړې پروسه اسانه او د جوازونو صادرولو اقدام وکړي.
د غونډې په پای کې یاد وزارت موظف شو چې د پانګونې اسانتیا واحد، د جمهوري ریاست د پالیسۍ او ستراتېژۍ ادارې او د افغانستان خونو فدراسیون په همکارۍ دې په کوچني مقیاس پر کانونو د پانګونې او د هغو د صادراتو په موخه معیاري فورم ترتیب کړي.
پاى-سعيده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا