خبرونهامنیت

د الکولي مشروباتو دوه کارخانې په بغلان کې کشف شوې

٣۸- کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر
د بغلان د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو نن۵۰ ليتره الکولي مشروبات او١٧٠ کيلوګرامه خوسا شوي مميز کشف او ترلاسه کړل.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت منسوبینو د پلخمري ښار د سيند چپې خوا ته په دوو جلا جلاعملياتو کې د الکولي مشروباتو دوه کارخانې کشف او ضبط کړې.
هغه زياته کړه: په يادو عملياتو کې۵۰ ليتره الکولي مشروبات او ١٧٠ کيلوګرامه خوسا شوي مميز او هغه وسايل چې د الکولي مشروباتو په جوړولو کې ترې استفاده کېده، هم ترلاسه شوي دي.
بشارت وويل: د قضيې په اړوند يو کس نيول شوى اوپېښه تر څېړنې لاندې ده.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا