خبرونهامنیت

 د امنيتي سکتور لوړپوړو مقاماتو د هېواد د شمالي سرحدونو پر ستونزو بحث وکړ

 

کابل/ د مرغومي۲۰مه/ باختر

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشری د امنيتي سکټور د لوړپوړو مقاماتو په غونډه کې د افغانستان او تاجکستان په سرحد کې پر امنيتي ستونزو بحث وشو. په ناسته کې د سرحدي ستونزو، ننګونو او حل‌لارو د غور تر څنګ په هېواد کې د تېرې اوونۍ د عمومي امنيتي وضعيت د ارزونې هم راپور وړاندې شو. د ملي امنيت سلاکار په شمال کې د سرحدي ستونزو د حل او اړتیا وړ ممکنه امنیتي اقداماتو په تړاو امنيتي مسوولانو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا