
پلخمري / د لړم ۲۲ / باختر
د بغلان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست بزګرانو ته د اصلاح شوى دغنمو تخم د ویشلو بهیر نن پیل کړ.
د بغلان د کرنې ریاست امر عبداقهار ستاري د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې ټاکل شوې ده چې په دې بهیر کې ۵۷۱ متریک ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم د پلخمري ښارپه ګډون په ۱۵ اداري واحدونو کې يوولس زره ۴۲۰ بزګرانو ته وویشل شي .
هغه زیاته کړه : هر بزګر ته دغنمو یوه ۵۰ کیلویی بورۍ اصلاح شوی تخم ویشل کېږي .
پای / سعیده