سیاستخبرونه

د بغلان والي معرفي شو

۴۲- کابل / د ليندۍ١٩مه / باختر
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې د پاليسۍ مرستيال محمد سرور جوادي نن د بغلان نوي والي محمد اکبر بارکزي د دغه ولايت کارکوونکو ته معرفي کړ.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پاليسۍ مرستيال محمد اکبر بارکزي د بغلان نوی والي معرفي کړ او ويې ويل: په دولتي ادارو کې ادلون بدلون يو اصل دى؛ هيله ده نوی والي وکولاى شي د حکومت او خلکو ترمنځ يو ښه ارتباطي پل شي.
د بغلان نوي والي محمد اکبر بارکزي وويل چې له اداري فساد سره مبارزه، انډوليزه پراختيا، د نشه يي توکو له قاچاقو سره مبارزه او د امنيت تامينول د ده د پروګرامونو په سرکي ځاى لري او د خلکو د اړتياوو ځواب ويونکى به وي.
ده د سولې د بهير ملاتړ وکړ او ويې ويل چې له نېکه مرغه د دولت، مخالفینو او نړيوالې ټولنې اجندا سوله ده او د دغه بهير ملاتړ کوي.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا