خبرونهاقتصاد

د بلخ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم ترلاسه کړل

٤١- کابل / د لړم ٢٦مه /باختر
د بلخ د کرنې او اوبو لګولو د رياست مسوولين وايي چې د غنمو د حاصلاتو د زياتوالي لپاره يې د دغه ولايت په بزګرانو د غنمو٧٣٤ مټريک ټنه اصلاح شوي تخم وويشل.
د بلخ د کرنې او اوبو لګولو رييس سالم ساعي وايي چې د ٣٦ ميليونوافغانيو په ارزښت د غنمو ٧٣٤ مټريک ټنه اصلاح شوي تخم په ١٨ زره پنځه سوه بزګرانو باندې وويشل.
يوشمېر بزګرانو د غنمو د اصلاح شوي تخم د ترلاسه کولو له امله په خوښي سره وايي چې د غنمو اصلاح شوي تخم په ١٠٠ کې ٥٠ د دوى د حاصلاتو د زياتوالي سبب کېږي.
په همدې حال کې د بلخ ولايت د مقام اقتصادي کارپوه احمدولي سنګر وايي چې د بزګرانو د حاصلاتو زياتوالي د هېواد پر اقتصاد مثبته اغيزه لري او له مرکزي حکومت څخه يې وغوښتل چې په خپلو پښو د يوې ولاړې ټولنې د لرلو لپاره دې له بزګرانوسره مرسته او همکاري وکړي .
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا