خبرونهټولنه

د بلخ خلک د برېښنا له کمښت او پرچاوى شکايت کوي

کابل / د ليندۍ ٢مه /باختر
د مزارشريف ښار خلک د برېښنا له کمښت او پرچاوى شکايت کوي، خو مسوولين وايي چې دغه ستونزه به د روان کال د مرغومي ترمياشتې پورې حل نه شي.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ د مزارشريف خلک د برېښنا له کمښت او پرچاوى شکايت کوي او د بلخ له سيمه ييزو مسوولينو څخه د دغې ستونزې د حل کولو غوښتنه وکړه.
خو د بلخ د برېښنا رياست وايي چې د برېښنا د پرچاوى ستونزه به د روان کال د مرغومي ترمياشتې پورې حل نه شي .
دهوا په سړښت برسيره د ژمي په رارسېدو سره د سوند توکو د بيې لوړوالى د برېښنا د لګښت د بيې زياتوالي او د برېښنا کمښت او پرچاوى هم دمزارشريف د خلکو د ستونزو د زياتوالي سبب شوى دى .
د بلخ د برېښنا رياست د برېښنا د ويشلو په شبکه کې د رامنځته شوي ستونزې په تاييدولو سره وايي چې تاجکستان افغانستان ته برېښنا بنده کړې ده او خلک بايد د مرغومي ترمياشتې اود برېښنا له عمومي شبکې سره د ترکمنستان د پيرودل شوي برېښنا تر نښلولو پورې صبروکړي .
دا په داسې حال کې ده چې يواځې د ازبکستان درې سوه ميګاواټه برېښنا د کابل او هغو ولايتونو ته چې په دغه تګلوري کې دي ويشل کېږي چې هغه هم بسنه نه کوي .
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا