سیاستخبرونه

د بهرنيو چارو وزارت: افغانستان د اسلامي همکاريو د سازمان او غړیو هېوادونو د ملاتړ هرکلی کوي

۴۰- کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
د اسلامي همکاريو سازمان د دغه سازمان د غړیو هېوادونو له عالمانو او مذهبي بنسټونو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې جګړه تحريم کړي او د سولې خبرو اترو ملاتړ وکړي.
د باختر آژانس دخبر له مخې؛ دغه سازمان په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې ده.
د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې افغانستان د اسلامي همکاريو سازمان او د دغه سازمان د غړیو هېوادونو د ملاتړ هرکلی کوي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي: د اسلامي همکاريو سازمان په خپله ٤٧مه غونډه کې چې د ليندۍ په ۷ او ۸ مه جوړه شوه؛ د پرېکړه ليکونو په صادرولو سره د افغانستان له خلکو او دولت سره خپل غوڅ ملاتړ اعلام کړى دى.
دغه غونډه د نايجريا په نيامي ښار کې جوړه شوه.
د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي همکاريو سازمان د دغه سازمان د ټولوغړیو هېوادونو له عالمانو او مذهبي بنسټونو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې جګړه تحريم کړي او د سولې خبرو اترو ملاتړ وکړي.
په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي دي چې د اسلامي همکاريو سازمان په پرېکړه ليکونوکې په څرګند ډول د سولې خبرو ملاتړ شوى دى او د افغانستان د دولت اقدامات په تېره بيا د طالبانو د بنديانو د خلاصون په خاطر ستايل شوى دى.
د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د اسلامي همکاريو سازمان په افغانستان کې د ورستيو تروريستي بريدونو په تېره بيا د باميانو پېښې په غندنې سره له طالبانو څخه وغوښتل چې تاوتريخوالي کم کړي او د اوربند په سملاسي ټینګښت سره موافقه وکړي.
تراوسه څو اسلامي هېوادونو په افغانستان کې روانه جګړه حرامه بللې او د اوربند غوښتنه يې کړې ده، خو له دغو غوښتنو سره سره د طالبانو بريدونه او تاوتريخوالي دوام لري.
له بله پلوه د سولې خبرې اترې چې په قطر کې دوام لري، تراوسه څه پرمختګ نه دى کړى .
د دغو خبرو اترو له پيل څخه د دوو مياشتو په تېريدو سره اوس اوس د هغه د طرز العمل د بشپړېدو په اړه خبرونه خپاره شوي دي.
ختم- ج –اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا