سیاست

د بهرنيو چارو وزير د ازبکستان د دولتي امنيت د خدمتونو رياست له مرستيال سره وکتل

کابل / د مرغومي ۲۳ مه / باختر
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د ازبکستان جمهوريت د دولتي امنيت د خدمتونو رياست له مرستيال فرخ مختاروف او ملګري پلاوي سره نن د بهرنيو چارو وزارت په ستورۍ ماڼۍ کې وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د هېواد د بهرنيو چارو وزير کابل ته د ازبکستاني پلاوي د راتګ له امله ښه راغلاست ووايه او په بېلابېلو برخو کې يې له افغانستان سره د ازبکستان د همکاريو او د سولې خبرو له بهير سره د تاشکند د ملاتړ په قدردانۍ سره څرګنده کړه: د افغانستان او ازبکستان جمهور رييسان زموږ د ګډې سيمې د هېوادونو او خلکو د پرمختګ او سوکالى لپاره زياتې هيلې لري او دا زموږ دنده ده چې د هغوى د لوړو آرمانونو د تحقق لپاره هر اړخيزې هلې ځلې وکړو.
د بهرنيو چارو وزير وويل: په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سياسي او اقتصادي برخوکې د پرمختګونو شاهدان يوو، زموږ مهمه هيله دا ده چې د سيمې هېوادونو په تېره بيا د اوسپنې پټلۍ، د مواصلاتي لارو په جوړولو او د افغانستان له لارې د برېښنا په لېږدونې سره د جنوبي او مرکزي آسيا د اتصال شاهدان واوسو.
وروسته مختاروف د دواړو هېوادونو د اړيکو په اړوند خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې د ازبکستان جمهوررييس افغانستان دوست او ورور هېواد او د سولې او ثبات کیلي او د سيمې د اتصال دروازه بولي او په بېلابېلو برخوکې د کابل او تاشکند د اړيکو پراختيا ته ژمن دى.
هغه زياته کړه: کابل ته زموږ د سفر موخه د يادو هدفونو تحقق او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنيتي همکاريو د پياوړتيا او پراختيا په اړوند خبرې اترې دي، ځکه د امنيت په نشتوالي کې د اقتصادي پروژو ترسره کول ستونزمن او کله کله ناشوني دي.
په پاى کې اتمر د ازبکستان لوري ته د امنيتي اړيکو په ګدون په بېلابېلو برخوکې د کابل او تاشکند ترمنځ د اړيکو په پياوړتيا کې د بهرنيو چارو وزارت د همکاريو ډاډ ورکړ.
ختم- ج – ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا