د بهرنیو چارو په وزارت کې د بهرنيو ژبو د روزنيز مرکز د پرانستنې غونډه

کا بل باختر دسلواغى اوله
د بهرنيو ژبو د روزنيز مرکزچې د بهرنیو چارو په وزارت کې د USAID په مالي لګښت جوړ شوی دی نن پدې وزارت کی د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو.
دغه مرکز د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماسی انستیتوت رئیس حضرت وهریز، په کابل کې د امریکا اوسفارت مرستیال جیوف اودلم او د USAID مرستیال جد ای. بارتون لخوا د پټی په پریکولو سره پرانیستل شو.
د بهرنيو ژبو د روزنيز مرکز د دریو درسي خونو، یو د مطالعې مرکز او یوې اداري خونې لرونکی دی چې په انترنیت سمبال دی او د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره به ترې کارواخیستل شي. دغه مرکز د دریو میاشتو په اوږدو کې جوړشوی او په جوړولو یی یو لک او شل زره امریکایی ډالر لګول شوي دي.
د زده کړو دغه روزنيز مرکز د بهرنیو چارو وزارت داداري او تخنیکی سیستم د ښه و الي لپاره USAID دپروژو یوه برخه ده چې د روان حالت د مطالعې ،د بهرنیو چارو په وزارت کې د یو کال په موده کې د اداري او تخنیکي شرایطو او امکاناتود ښه والي په موخه د MSI موسسې له لوري ترسره شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت مقامات د امریکا د دولت او خلکو دمرستو له امله مننه کوي .